د يوه چا پالنه او پرستاري يو ستر کار او دروند مسؤوليت دی او ښايي ستاسې په شخصي ژوند ډېر اغېز ولري. په ځانګړي ډول که څوک په يوازې ځان د يوه اوده وخت لپاره د يوه خپل چا پالنه پر غاړي ولري؛ ښايي له ذهني او جسماني فشار سره مخ شي.
دلته ډېر داسې فرصتونه شته چې د داسې درنې دندې لپاره ستاسې مرسته کولای شي:
- د اوږدمهاله پالنې ادارې خپلواک مشوره ورکوونکي کولای شي په وړيا ډول تاسې ته مشوره درکړي. دوی کولای شي ستاسې کور ته د مشورې لپاره درشي او ځينې يې په څو ژبو هم خبرې کولای شي. دا مشوره ورکوونکي مامورين ډېر وخت د پالنې په نوم مرکزونو (Pflegestützpunkten) کې وي. د دې مرکزونو تر ټولو نږدې څانګه پر (bdb.zgp.de) وېبسایټ موندلای شئ.
- تاسې همدا شان کولای شئ وړيا کورسونو ته ورشئ چې د دې دندې لپاره مو تياروي. هلته به د پرستارانو يا پالونکو د دندو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ. دا کورسونه د پالنې د بيمو ادارو له لارې وړاندې کيږي او په اړه يې د همدې ادارې له مامورينو پوښتنه کولای شئ.
- د پورته يادو شوو فرصتونو تر څنګ د ځاني مرستې ګروپونه (Selbsthilfegruppen) هم د مشورې په ورکولو او ملاتړ موندلو کې مرسته کولای شي. که ځان يوازې احساسوئ؛ غوره ده له داسې کسانو سره وګورئ چې ستاسې په شان حالت کې وي. ستاسې دپالنې مشاور يا مشاوره کولای شي د دې ګروپونو د پتو په اړه مالومات درکړي.
- که خپله له ستونزې سره مخ شئ؛ د بېلګې په ډول ناروغ شئ او يا په رخصتۍ تلل غواړئ؛ کولای شئ د (Verhinderungspflege) په نوم له خدمتونو مرسته وغواړئ. پالونکي کولای شي په کال کې ۶ اونۍ له خپلې دندې رخصت واخلي او د پالنې کار د پالنې خدمتونو ادارې ته وسپاري. د پالنې د بيمې اداره به پر دې مهال د لګښتونو يوه برخه پر غاړه واخلي.
- که څوک د يوه دوهمه درجه پالنې مستحق کس پرستاري پر غاړه لري او په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۰ ساعته د هغه يا هغې خدمت کوي؛ د پالنې د بيمې اداره (Pflegekasse) ستاسې د تقاعد او بېکارۍ د بيمو ونډه پر غاړه اخلي. د دې تر څنګ د پرستارۍ پر مهال او همدا شان کارځای ته راتګ او بېرته تګ پر مهال د حادثو پر وړاندې هم دولتي بيمه ترلاسه کوئ.