د ماشومانو د پالنې مرکزونو (Kindertagesstätte) ته په لنډ ډول کيتا هم وايي. په کيتا کې روزل شوي پالونکي د ورځې په اوږدو کې د ماشومان څارنه او پالنه کوي. هلته ماشومان يو له بل سره په ګده لوبې، رسامي او سپورت کوي؛ سندرې وايي او شيان جوړوي. دوی همدا شان زده کوي چې څه ډول يو د بل درناوی وکړي او شخړې په نرمۍ حل کړي. پر دې د پاسه دوی د طبيعت، تغذيې، تخنيک، نورو خلکو او پر سړک د خونديتوب په اړه ډېر څه زده کولای شي. همدا ډول د الفبا حرفونه او يو څه حساب هم زده کوي او تياتر يا کتابتون ته د تګ او مناسبتونو نمانځلو چل زده کوي. دوی په اوړي او ځينې وخت په ژمي کې د باندې لوبې کوي؛ ځکه نو په کيتا کې داسې جامو ته اړتيا لري چې چټلېدل يې پروا ونه لري.
د (Kindetagestätte) کلمه د ماشومانو د پالنې اړوند له بېلابېلو کلمو جوړه شوې ده. په جرمني کې په عمومي ډول د وړو ماشومانو د روزنې درې ډوله ځايونه شته چې کريپه (Kinderkrippe)، کينډرګارټن (Kindergarten) او کينډرهورت (Kinderhort) نورميږي.
- په کينډرکريپه کې له درې کالو ټيټ ماشومان پالل کيږي.
- کينډرګارټن د درې او اوو کالو ماشومانو لپاره دی.
- په کينډرهورت کې د لومړني ښوونځي ماشومان له درسونو وروسته تر مازديګره پورې ساتل کيږي.