د واکسينو کميسيون په جرمني کې د اوسېدونکو خلکو لپاره لاندې واکسينو سپارښتنه کوي: Tetanus, Diphterie, Keuchhusten (Pertussis), Hib (Haemophilus Influenza Typ b), Kinderlähmung (Poliomyelitis), Hepatitis B, Pneumokokken, Rotaviren, Meningokokken C, Masern, Mumps, Röteln (MMR), Windpocken (Varizellen) او HPV (Humane Papillomviren).
پاملرنه: د کمپونو د اوسېدونکو لپاره د شري واکسين جبري دي او بايد ولګول شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کډوالو لپاره کمپونه) کې لوستلای شئ.د لويانو او امېدواره ښځو لپاره د انفلونزا ضد واکسينو لګولو سپارښتنه هم کيږي.
اوس مهال د کورونا پر وړاندې واکسين هم ډېر مهم دي او سپارښتتنه يې کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (کورونا وايروس) کې موندلای شئ.
ټول هغه کسان چې د باندې د (FSME-Risikogebieten) ناروغۍ تر ګواښ لاندې سيمو کې ډېر وخت تېروي؛ د واکسينو کميسيون په جدي ډول ورته د دې ناروغۍ ضد واکسينو تر سره کولو سپارښتنه کوي. دا يوه ساري ناروغي ده چې د مغز، meninges او نخاع د التهاب سبب کيږي. دا ناروغي ډېر وخت د ګنګانو (کنو) په وسيله خپريږي.
که بهر ته سفر کوئ؛ ښايي د ځينو نورو واکسينو سپارښتنه هم وشي. په دې اړه نور مالومات پر (tropeninstitut.de) وېبسایټ لوستلای شئ.