ډېر وخت ستاسې د فراغت سندونو رسمي کولو ته اړتيا نشته خو د ځينو دندو لپاره د خپلو تحصيلي سندونو رسمي کولو ته اړتيا لرئ. د بېلګې په ډول ډاکټران، وکيلان، نرسان او انجينيران بايد خپل سندونه رسمي کړي. دې ډول دندو ته تخصصي دندې يا تنظيم شوې دندې (reglementierte Berufe) وايي. که غواړئ په تخصصي دندو کې کار وکړئ؛ بايد د خپل فراغت سندونه رسمي کړئ.
که غواړئ په تخصصي صنايعو او مسلکونو (zulassungspflichtigen Handwerk) کې ازاد کار وکړئ؛ بايد د خپلو زدهکړو د فراغت سند رسمي کړئ. د دې ډول کارونو يو لست پر (Handwerksordnung) موندلای شئ.
که دنده مو تخصصي يا تنظيم شوې نه وي؛ اړتيا نشته چې د زدهکړو سندونه مو رسمي کړئ. البته له رسمي کولو سره يې د جرمني د کار په بازار کې د دندې موندلو چانس لوړيږي.
د (Arbeitsagentur) پر وېبسایټ جرمني ژبه او پر (ec.europa.eu) وېبسایټ په انګليسي ژبه کتلای شئ چې د فراغت سند يا د کار څانګه مو په تنظيم شوو دندو کې راځي او که نه.
يادونه: که غواړئ جرمني ته د کار موندلو لپاره په ويزه راشئ او يا مو دلته کار موندلی وي او په ويزه راتلل غواړئ؛ بايد خپل تحصيلي سندونه مو مخکې له مخکې رسمي کړي وي.