نه. ماشومان او نوي ځوانان د سګرټو او چلم په شان د تمباکو اړوند توليداتو، قیلون، برېښنايي سګرټو او نورو ورته شيانو پېرلو او څښولو اجازه نه لري. دوی حتا نه شي کولای د مشرانو لپاره دا توکي وپېري. دوی اجازه نه لري چې قیلونځايونو او دې ته ورته ځايونو ته ورشي. د دې بنديزونو اړوند مقررات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب په قانون کې روښانه شوي دي.
د ماشومانو او نویو ځوانانو خونديتوب
ماشومان د څه شي اجازه لري؟
په جرمني کې تر ۱۴ کالونو عمر لرونکو کسانو ته ماشومان (Kinder) او له ۱۴ تر ۱۸ کالونو د عمر لرونکو کسانو ته نوي ځوانان (Jugendliche) ويل کيږي او د خونديتوب لپاره يې ځانګړي تدابير په پام کې نيول کيږي. د بېلګې په توګه، له الکولو او نشهيي توکو څخه د دوی لرې ساتل او يا هم بارونو او کلبونو ته له تللو څخه د دوی راګرځول يادولای شو. د دې تر څنګ د ويډيوګانو کتلو او ګېمونو کارولو پر وړاندې هم ځينې محدوديتونه شته. د دې ډول تدابيرو په اړه بشپړ مالومات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب قانون لري او پر (Jugendschutzgesetz) يې موندلای شئ.
د ماشومانو د خونديتوب قانون له مخې په کومو کړنو بنديز دی؟
مهم
که ماشوم مو سګرټ څښوي، الکول څښي او يا کوم بل داسې کار کوي چې له عمر سره يې برابر نه وي، هڅه وکړئ چې لومړی يوازې له دوی سره خبرې وکړئ. په داسې حالت کې ارام واوسئ او واقعيتونو ته پام وکړئ. دوی ته د روږدتيا او ناروغۍ په شان د منفي پايلو په اړه خبرې وکړئ، څو وکړائ شئ له دې کړنو يې راوګرځوئ. تاسې کولای شئ د ځوانو مهاجرو د خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) له څانګو څخه په دې اړه مشوره هم ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماشومانو پالنه) کې هم لوستلای شئ.