په جرمني کې څو ډوله ټاکنې تر سره کيږي: پارلماني ټاکنې، ايالتي ټاکنې، د ښارواليو ټاکنې او د اروپايي ټولنې ټاکنې.
- پارلماني ټاکنې (Bundestagswahl) هر څلور کاله وروسته ترسره کيږي. په پارلماني ټاکنو کې د پارلمان راتلونکي استازي ټاکل کيږي. دا استازي بيا کولای شي لومړۍ وزيره يا لومړی وزير وټاکي.
- ايالتي ټاکنې (Landtagswahlen) هر پينځه کاله وروسته ترسره کيږي او د هر ايالت د ټاکنو وخت له نورو سره توپير لري. د ايالتونو د پارلمانونو نومونه هم يو له بله توپير لري. د بېلګې په ډول په هامبورګ او برېمن کې ورته (Bürgerschaft)، په برلين کې ورته (Abgeordnetenhaus) او په پاته نورو کې ورته (Landtag) وايي.
- د ښارواليو په ټاکنو (Kommunalwahl) کې خلک د سيمهييزو او ښاري شوراګانو لپاره خپل سياسي استازي، ښاروالان او د ښاري ناحيو مديران ټاکي. د اروپايي ټولنې د تابعيت لرونکي کولای شي په دې ټاکنو کې برخه واخلي.
- د اروپايي ټولنې په ټاکنو کې(Europawahl) د نورو وګړو په شان جرمنيان هم کولای شي د اروپايي پارلمان لپاره خپل استازي وټاکي. د اروپايي پارلمان لپاره ټاکنې هر پنځه کاله وروسته ترسره کيږي. په دې ټاکنو کې هر وګړی کولای شي يوازې يوه ګوند ته رايه ورکړي.