د بایسکلونو په هټيو کې ښايي د نويو بایسکلونو بيې لوړې وي خو په فلومارکټونو، ebay kleinanzeigen او يا د فېسبوک په ځينو ګروپونو کې کارول شوي يا دوهم لاس بایسکلونه موندلای شئ. په ځينو ښارونو کې ځينې خيريه بنسټونو کډوالو ته وړيا بایسکلونه ورکوي. په خپل ښار کې د دې ډول بنسټونو موندلو لپاره زموږ د سيمهييز لټون ماشين وکاروئ.
په جرمني کې بایسکل چلول
د بایسکل چلولو پر مهال څه ته بايد پام وکړم؟
بایسکل چلول د روغتيا او چاپېريال لپاره ښه دي او خوند کوي. د جرمني په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو ځانګړې لارې شته چې په ډاډه زړه بایسکل ورباندې زغلولای شئ. همدا شان په کليو او بانډو کې هم بایسکل له يوه ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره غوره وسیله ده او ډېر کارول کيږي.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
مهم
پر واټونو د بایسکل چلولو پر مهال بايد بایسکل د چلولو وړ وي او د اشارو، څراغ، برېک او زنګ په شان اساسي پرزې ولري. که څوک د خراب بایسکل چلولو پر مهال د پوليسو له لوري ونيول شي؛ ښايي جريمه شي. د جريمو په اړه مالومات پر (bussgeld-info.de) وېبسایټ موندلای شئ.