هغه پنا غوښتونکي او ډولډونګ لرونکي چې په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو لږ وخت تېر کړی وي؛ يوازې بېړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې مانا دا ده يوازې په سختو حالاتو کې د دوی درملنه کيږي او په معمول ډول د مزمنو ناروغيو درملنه نه کيږي. البته د امېدوارو مېرمنو لپاره ځينې استثناوې په پام کې نيول کيږي او دوی د امېدوارۍ او زېږون پر مهال ټولو د ښځو لپاره ټولو وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې تر څنګ ټول کسان په جرمني کې واکسين ترلاسه کولای شي.
که په جرمني کې مو له ۱۸ مياشتو کم وخت کيږي؛ هر ځل ډاکټر ته له تګ مخکې بايد له اړونده چارواکو د ناروغۍ تاييدليک يا (Krankenschein) ترلاسه کړئ. د اړونده کمپونو مامورين او يا د سوسيال په اداره کې ستاسې اړوند مامور په هرو درې مياشتو کې د دې ليکونو يو څو او يا د هرې ناروغۍ پر مهال يو درکوي؛ څو بيا يې ډاکټر ته د تګ پر مهال له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې دا ليکونه يوازې درې مياشتې اعتبار لري او له هغه وروسته بايد نوي ترلاسه کړئ. په ځينو ايالتونو کې د دې تاييدليکونو د ترلاسه کولو لپاره د پېچلې بيروکراتيکي پروسې يا کاغذپرانۍ پر ځای روغتيايي کارتونه ورکول کيږي. ډولډونګ لرونکي او پناغوښتونکي کولای شي له دې کارتونو سره پرته له دې چې مامورينو ته ورشي؛ ډاکټر ته ولاړ شي. البته له دې کارتونو سره هم يوازې بېړنۍ درملنه ترسره کيږي. ګټه يې يوازې دا ده چې د پېچلې بيروکراتيکي پروسې مخه نيول کيږي.
په نورمال ډول هغه درمل چې ډاکټر يې ليکي؛ بايد خپله له يوه درملتون څخه ترلاسه کړئ. درملتون په خپله خوښه ټاکلای شئ. په معمول ډول د درملو پیسې تاسې نه ورکوئ او پر ځای يې نسخه له دوی سره پرېږدئ. وروسته بيا درملتون پیسې له سوسيال څخه ترلاسه کوي. په خپل شاوخوا کې يو درملتون له (aponet.de) څخه موندلای شئ.