دا چې څوک په جرمني کې د زدهکړو اجازه لري؛ له ډېرو عواملو سره اړه لري:
- په جرمني کې د لوړو زدهکړو پیلولو لپاره د عالي ښوونځي د فراغت سند او پوهنتون ته د داخلې د اجازې (Hochschulzugangsberechtigung) درلودلو اړتيا ده. د داخلې دا اجازه د ښوونځي د فراغت يو سند دی چې په مرسته يې پوهنتون ته لاره موندلای شئ. که له خپل هېواد څخه د ښوونځي د فراغت سند لرئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې په جرمني کې پوهنتون ته د شاملېدو لپاره اعتبار لري او که نه. د دې کار لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ. پر (Datenbank anabin) او (Zulassungsdatenbank des DAAD) پاڼو کتلای شئ چې ستاسې د زدهکړو سندونه په کومو برخو کې او څومره معتبر دي. که دا پاڼې مو سند په رسميت ونه پېژني؛ بيا هم ښه ده چې اړوند پوهنتون ته ورشئ او مخامخ پوښتنه وکړئ. که لا هم نه پوهېږئ چې په کوم پوهنتون کې زدهکړه وکړئ؛ کولای شئ د خپلو سندونو رسمي کولو لپاره د سندونو د رسمي کولو يوې ادارې ته ورشئ. البته په دې ادارو کې د سندونو رسمي کول لګښت لري.
- که له خپل هېواده د ښوونځي د فراغت سندونه مو پوهنتون ته د تګ لپاره معتبر نه وي؛ کولای شئ د (Studienkolleg) په نوم کالجونو کې پوهنتون ته له تګ وړاندې د يو څه وخت لپاره د تياري زدهکړه وکړئ. همدا شان کولای شئ د ارزونې ازموينه (Feststellungsprüfung) ورکړئ. په کالجونو کې به نوره مسلکي جرمني هم زده کړئ او د لوړو زدهکړو لپاره به تيار شئ. البته مخکې له مخکې بايد پرېکړه وکړئ چې وروسته په کومه څانګه يا مسلک کې زدهکړه کول غواړئ. په دې کالجونو کې زدهکړه په معمول ډول يو کال دوام کوي او د ارزونې په ازموينه پای ته رسيږي. که ازموينه کې بريالي شئ؛ کولای شئ په جرمني کې په ټاکل شوو څانګو کې لوړې زدهکړې وکړئ. د تياري په کالجونو کې د شاملېدو لپاره هم د داخلې ازموينه اخيستل کيږي او اړوند کس بايد لږ تر لږه تر B1 کچې پورې جرمني ژبه زده کړې وي. په ځينو کالجونو کې د ارزونې ازموينه کالج ته له تللو پرته هم اخيستل کيږي. په خپل شاوخوا کې د تياري يو کالج پر (studienkollegs.de) وېبسایټ موندلای شئ. دې کالجونو ته ډېر وخت مخامخ او يا هم د (uni-assist.de) له لارې د شاملېدو غوښتنه لېږلای شئ. ستاسې د خوښې کالج به تاسې ته داخلې د نورو شرطونو او پروسې په اړه مالومات درکړي.
يادونه: که په جرمني کې مو حرفوي زدهکړې يا اوسبیلډونګ بشپړ کړی وي او يو څو کاله مو په خپله څانګه کې کار کړی وي؛ کولای شئ له ځانګړو شرطونو لاندې له نورو سندونو پرته پوهنتون ته ولاړ شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ د بهرنيو زدهکړو لپاره مرکزي اداره (ZAB) هم نور مالومات درکولای شئ.
- پوهنتون ته د داخلېدو لپاره په کافي توګه د جرمني ژبې زدهکړه مهمه ده. په عمومي ډول په پوهنتون کې د زدهکړو لپاره د جرمني ژبې C1 يا تر دې لوړ سند ته اړتيا ده. تاسې کولای شئ د ژبې د زدهکړې د ثبوت په توګه (Telc Deutsch C1 Hochschule) يا (Goethe-Zertifikat C2) سندونه وړاندې کړئ او يا هم (DSH-Prüfung) يا (TestDaF) ازموينې ترسره کړئ. دا چې له تاسې د خوښې پوهنتون کوم ډول سند غواړي؛ کولای شئ د هماغه پوهنتون د نړيوالو اکاډميکو اړيکو له مرکز څخه وپوښتئ. د جرمني ژبې ازموينې د کال په اوږدو کې له اړوند ايالت او ادارې سره اړه لري. د جرمني ژبې کورسونه پر ( DAAD-Datenbank)، (Volkshochschule)، (Website des Goethe-Instituts) يا شخصي ښوونځيو کې موندلای شئ. د جرمني ژبې د زدهکړې په اړه نور مالومات د ژبو زدهکړې په نوم زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.
که تر اوسه له جرمني بهر ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زدهکړه وکړئ؛ بايد په جرمني کې د زدهکړو لپاره د ژوند اجازه يا ويزه ترلاسه کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې موندلای شئ. که جرمني ته د کډوال يا مهاجر په توګه راغلي ياست؛ د اوسېدو د اجازې له په پام کې نيولو پرته کولای شئ په يوه پوهنتون کې د زدهکړو غوښتنه وکړئ. هغه کسان چې لا يې د پناغوښتنې پروسه روانه وي او يا ډولډونګ ولري؛ هم کولای شي په جرمني کې لوړې زدهکړې وکړي.