هنډبوک جرمني (Handbookgermany.de) د کډوالو او جرمني ته د نوو راغلو کسانو لپاره يو انلاين مالوتي وېبسایټ دی. دلته په جرمني کې د ژوند پیلولو لپاره مهم مالومات په اتو ژبو (پښتو، دري/فارسي، انګليسي، جرمني، فرانسوي، عربي، روسي او ترکي) موندلای شئ. هنډبوک جرمني د (Neue deutsche Medienmacher)، (Deutschen Telekom AG) او (Adobe Systems) پروژه ده چې د فدرالي حکومت د مهاجرت، کډوالو او ادغام د کمېشنر له لوري تمويليږي.
FAQ
تکراري پوښتنې
په څه پوهېدل غواړئ؟
هنډبوک جرمني څه دی؟
مالومات ولې په اتو ژبو خپريږي؟
د دې لپاره چې له ډېرو کسانو سره د جرمني د ژوند په اړه د کره مالوماتو په موندلو کې مرسته وشي، موږ په اتو ژبو مالومات خپروو. د هڼدبوک جرمني مالومات په پښتو، دري/فارسي، انګليسي، جرمني، فرانسوي، عربي، روسي او ترکي ژبو دي او درېيمو هېوادونو جرمنمېشت وګړي کولای شي زموږ پر وېبسایټ او ټولنيزو پاڼو باوري او کره مالومات ترلاسه کړي.
ويډيوګانې ولې لنډې دي؟
زموږ د ويډيوګانو لومړنۍ موخه دا ده چې په بېلابېلو موضوعاتو کې د خوښې وړ هغو ته د کتونکو پام راواړوي. ځکه نو دا ويډيوګانې داسې اوډل شوې چې روښانه، لنډې او دقيقې وي. دا چې لنډې ويډيوګانې نه شي کولای د موضوع اړوند ټول مالومات ولري ځکه خو موږ د ويډيو تر څنګ تفصيلي څپرکي هم لرو چې د پتو، وېبسایټونو، پيډياف سندونو او اپليکشونونو په ګډون ډېر مالومات له ځان سره لري.
د مالوماتي ويډيوګانو تر څنګ موږ د ورځنيو اصطلاحاتو په نامه د ژبنيو عبارتونو يوه ويډيويي لړۍ هم لرو. په دې ويډيوګانو کې د جرمني ژبې د زدهکړې تر څنګ ټوکې او سرګرمي هم ده.
څنګه کولای شم نظر درکړم؟
که د کومې موضوع په اړه ځانګړی نظر، مشوره، پوښتنه يا سپارښتنه لرئ؛ زموږ د فېسبوک، يا برېښناليک له لارې اړيکه ونيسئ. موږ به ستاسې نظر وارزوو او تاسې ته به زر ځواب درکړو. که فکر کوئ چې کوم څه د خپرولو لپاره ډېر مهم دي؛ موږ ته خبر راکړئ. موږ غواړو هغه مالومات وړاندې کړو چې له تاسې سره مرسته کوي؛ ځکه نو ستاسې نظر موږ ته ډېر مهم دی.
څنګه کولای شم له تاسې سره کار وکړم؟
موږ ډېر وخت د خپلو مالوماتي ويډيوګانو لپاره د کسانو په لټه کې يو. که په کومه برخه کې ځانګړې پوهه لرئ؛ د بېلګې په ډول په يوه پوهنتون کې زدهکړه کوئ؛ يا په جرمني کې کوم شرکت لرئ او غواړئ زموږ په ويډيوګانو کې راڅرګند شئ؛ زموږ سره اړيکه ونيسئ.
که مسلکي ژورنالست ياست او غواړئ زموږ له وېبسایټ سره مرسته وکړئ؛ د هنډبوک جرمني (Handbook Germany) يا (Neue deutsche Medienmacher) پر فېسبوک پاڼو يا وېبسایټونو اعلانېدونکې دندې وڅارئ.
آيا زما د پناغوښتنې په قضيه کې مرسته کولای شئ؟
همدلته زموږ پر وېبسایټ د پناغوښتنې په برخه کې، د پنا غوښتنې په اړه ټول مالومات موندلای شئ. البته زموږ سره وکيلان کار نه کوي؛ ځکه نو نه شو کولای ستاسې د پناغوښتنې په پروسه کې په مخامخ ډول لاسوهنه يا مرسته وکړو. زموږ د سيمهييزو مالوماتو پر پاڼه، په خپل شاوخوا کې مشورتي دفترونه، وکيلان او دې ته ورته د نورو مرستندويو بنسټونو پتې او د اړيکو شمېرې موندلای شئ.
آيا کولای شئ له ما سره جرمني ته په درتګ کې مرسته وکړئ؟
زموږ د وېبسایټ ډېر مالومات د هغو کسانو لپاره دي چې په جرمني کې اوسيږي. که جرمني ته يوازې راغلي ياست؛ کولای شئ د خپلې کورنۍ د غړو راوستلو په اړه زيات مالومات دلته ومومئ. که غواړئ د جرمني د زدهکړو يا کار ويزا لپاره غوښتنه وړاندې کړئ؛ ښايي غوره وي چې لومړی په دې اړه زموږ د زدهکړو او کار مالوماتي څانګې وګورئ. جرمني د راتګ د نورو چانسونو په اړه زموږ بل څپرکی (جرمني ته مهاجرت) ولولئ.
څنګه کولای شم له تاسې سره اړيکه ونيسم؟
که زموږ پر پاڼه خپلو پوښتنو ته ځواب نه شئ موندلای؛ په ډاډه زړه زموږ د فېسبوک، يا برېښناليک له لارې اړيکه ونيسئ. موږ تاسې ته ستاسې په خپله ژبه ځواب درکوو. همدا شان کولای شئ زموږ سره زموږ د ټليفون شمېرې (۰۰۴۹۳۰۳۵۵۲۷۱۲۴) له لارې اړيکه ونيسئ. که د کومې انجيو، رسنيو، رضاکار بنسټ يا رسمي ادارې کارکوونکي ياست او غواړئ زموږ سره همکاري وکړئ؛ موږ ته برېښناليک ([email protected]) ولېږئ.