په جرمني کې د کار له پیل وړاندې بايد ستاسې په خپل هېواد کې ستاسې د فراغت سندونه او د کاري تجربې اسناد په رسمي ډول تاييد شي. د بهرنيو اسنادو رسمي کولو په اړه ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د سندونو رسمي کول) کې لوستلای شئ. که تاسې د فراغت کوم رسمي سند ونه لرئ خو په يوه ځانګړې څانګه کې مسلکي تجربه ولرئ؛ کولای شئ د خپلې کاري تجربې دا سندونه وړاندې کړئ. په meine-berufserfahrung.de وېبسایټ کې په څو ژبو د سندونو ازموينه موندلای شئ. دا ازموينه ښيي چې تاسې څومره مسلکي وړتيا لرئ. کولای شئ د خپلې ازموينې پايله جابسنټر ته يوسئ او وروسته بله ازموينه ترسره کړئ. د سندونو د ټوليزې ازموينې لپاره دا (www.myskills.de) وېبسایټ هم کارولای شئ. د دې ازموينې له مخې جابسنټر او ګمارونکې ادراې کولای شي په ښه توګه ستاسې د تجربو او مهارتونو ارزونه وکړي او هغه دنده ومومئ چې ستاسې له وړتياوو سره برابره وي. تاسې همدا شان کولای شئ د خپل مسلک په څانګه کې په لوړه کچه روزنه (Weiterbildung) ترلاسه کړئ. په دې اړه له جابسنټر يا کار ادارې مشوره غوښتلای شئ.
د کار موندل او غوښتنه
څه ډول کولای شم په جرمني کې دنده ومومم؟
په جرمني کې د کار مارکېټ بېلابېل قوانين او مقررات لري. د دې تر څنګ تاسې هم بايد د دندې ترلاسه کولو لپاره ځينې شرايط پوره کړئ. ډېر ګمارونکي خپل کارکوونکي په خپله څانګه کې د هغوی د سندونو او مدارکو له مخې غوره کوي خو له اړونده سندونو پرته هم د دندې پيدا کولو چانس شته.
دلته به تاسې د دندې ترلاسه کولو لپاره د ضروري ګامونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او په هغو لارو چارو به وپوهېږئ چې د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس زياتوي.
لاندې ټکي بايد مخکې له مخکې په ياد ولرئ:
- د جرمني په ډېرو کمپنيو کې په جرمني ژبه خبرې کيږي. ځينې وخت انګليسي ژبه هم کارول کيږي خو په ډېری دندو کې تاسې اړ ياست چې په جرمني ژبه خبرې اترې وکړئ. د جرمني ژبې د زده کولو لپاره ډېرې لارې شته. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د ژبو د زدهکړې په څپرکيو کې وګورئ.
- په جرمني کې د کار له پیل وړاندې د کار اجازې ته اړتيا ده. د پنا غوښتونکو د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ د کار اجازې په څپرکي کې ولولئ. د مهاجرو او د کار لپاره راغلو کسانو د کار اجازه د هغوی د استوګنې له اجازه سره تړلې ده. په ويزه راغلو کسانو او نورو کډوالو لپاره د کار اجارې مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې ولولئ.
څنګه کولای شم دنده ومومم؟
مهم
په وېبسایټونو او اخبارونو کې د دندې د لټون پر مهال ښايي له ځينې شکمنو اعلانونو سره مخ شئ. پام مو وي چې د کار له قراداد يا تړون لاسليکولو مخکې ځان په هر څه پوه کړئ او که کوم څه ناڅرګند وي، له مشورتي مرکزونو څخه سلا ترلاسه کړئ.