که په جرمني کې کومه اداره يا انستيتيوت د حرفوي زدهکړو يا مسلکي اوسلبیډونګ د يوه زدهکوونکي په توګه ستاسې غوښتنه ومني؛ کولای شئ له جرمني چارواکو د جرمني د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. مسلکي يا حرفوي رزونه د اوسیلډونګ هغه ډول دی چې په رسمي دولتي يا ورته نورو ادارو کې د يوه مسلک د زدهکولو لپاره لږ تر لږه دوه کاله دوام کوي. د دې اوسبیلډونګونو لېست پر (bibb.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د اصولو له مخې تاسې لاندې سندونو ته اړتيا لرئ:
· د حرفوي روزنې يا اوسبلیډونګ قرارداد يا د اوسبیلډونګ د ځای لپاره ډاډمن وړانديز
· د ژوند د چارو ترسره کولو لپاره تضمين
· د جرمني ژبې د زدکړې د مهارت سند (لږ تر لږه B1)
که يو څوک په دوهګوني اوسبليډونګ (duale Ausbildung ) کې ګډون کول غواړي؛ د اصولو له مخې د کار فدرالي ادراه (Bundesagentur für Arbeit) هم بايد دا ګډون تاييد کړي. دا چې دې کسانو ته د استوګنې اجازه ورکول کيږي او که نه، له نورو هغو غوښتونکو سره اړه لري چې لېوالتيا لري دا پوسټ ترلاسه کړي. د په نښه شوو پوسټونو لپاره لومړيتوب له جرمني يا د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو بل اوسېدونکی يا داسې کس ته ورکول کيږي چې د بشري دلايلو له مخې د استوګنې اجازه لري او وغواړي چې په نښه شوی پوسټ ترلاسه کړي. د کار فدرالي اداره د اوسبیلډونګ د پوسټونو د غوښتونکو تر منځ د لومړيتوبونو د ارزولو مسؤوليت لري.
د حرفوي روزنې لپاره د استوګنې ورکړل شوې اجازه په معمول ډول د يوه يا دوو کالونو لپاره وي خو که څوک پروګرام په ټاکل شوي وخت کې بشپړ نه کړای شي؛ دا موده کېدای شي وغځيږي. د دې اجازې درلودلو پر مهال په اونۍ کې لس ساعته په بله دنده هم کار کولای شئ.
کله چې د حرفوي زدهکړو دوره بشپړه شي؛ کولای شئ په جرمني کې د پاته کېدو لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.