لسانس له پوهنتون نه د فراغت سند دی چې په اروپا او د نړۍ په نورو ګڼو هېوادونو کې په رسميت پېژندل کيږي. لسانس، Magister Artium او دیپلوم د (grundständige Studien) په نوم ياديږي. په عمومي ډول تاسې درې يا څلور کاله زدکړو ته اړتيا لرئ څو دا سند ترلاسه کړئ. د زدکړو پر مهال به د خپلو ټاکل شوو مضامينو اساسات زده کړئ. په بشري څانګو کې له زدکړو وروسته د هنرونو لسانس (B.A.) سند او په ساينسي برخه کې له زدکړو وروسته د ساينس لسانس (B.Sc.) ترلاسه کوئ. که په انجينيري برخو کې دزکړه کوئ؛ د انجنيرۍ لسانس (B.Eng.) ترلاسه کولای شئ. د دې سند له ترلاسه کولو وروسته په ټيټه کچه د دندو بازار ته لاره پيدا کوئ. د زدکړو د دوام لپاره کولای شئ د ماسټرۍ زدکړو ته نومليکنه وکړئ. پر (studis-online.de) وېبسایټ په دې اړه نور مالومات موندلای شئ.
په جرمني کې د لوړو زدهکړو سندونه
په جرمني کې له لوړو د فراغت کوم سند ترلاسه کولای شم؟
د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه جرمني هم له دوهزرم کال وروسته د خپلو پوهنتونونو سيستم له نورو اروپايي هېوادونو سره برابر کړی دی. دې کار ته (Bologna-Prozess) وايي. د لېسانس او ماسټرۍ نويو سندونو په عمليتوګه د پخواني دېپلوم او (Magister Artium) ځای نيولی. له دې سره سره ښايي ځينې پوهنتونونه اوس هم زاړه سندونه وکاروي ځکه ټولو پوهنتونونو بولوګنا پروسه نه ده بشپړه کړې. دا دواړه سندونه له اوسنۍ ماسټرۍ له سندونو سره معادل دي.
د فراغت د سندونو ډولونه
مهم
پر (hochschulkompass.de) د لوړو زدهکړو د بېلابېلو ډولونو او د فراغت د سندونو له مخې اړوند مالومات او خپلو پوښتنو ته ځوابونه موندلای شئ.